کورپاڼه / جالب / د نړۍ د اوږدو نوکان درلودونکې میرمنې چې ریکارډ هم لري، په ناڅاپي ډول څه وکړل؟

د نړۍ د اوږدو نوکان درلودونکې میرمنې چې ریکارډ هم لري، په ناڅاپي ډول څه وکړل؟

هغه میرمن چې د نړۍ اوږده نوکان یې درلودل او نړیوال ریکارډ یې هم جوړ کړی و، ویلي چې زه نوکانو نه یم جوړه کړې بلکې نوکان ما جوړ کړي، نو ځکه به تل ملکه یم.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د امریکا اوسیدونکې ایانا ولیمز، چې له دیرشو کلونو یې نوکان اوږده کړي ول، د نوی ژوند د پیل لپاره پرې کړل.

ایانا ولیمز وایي چې د اوږدو نوکانو د ساتنې لپاره به یې ځکه په ډېر احتیاط سره ژوند کاوه، ترڅو خپل ځان زخمي نه کړي یاهم خپل نوکونه مات نه کړي.

نوموړې وایي: ((که نوکان وي یا نه وي خو زه ملکه یم ځکه چې زه یې نه یم جوړه کړې بلکې ما جوړ کړي)).

د رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د ایانا نوکان به د فلوریډا په یو موزیم کې کېښودل شي، ترڅو سیاحت کوونکي څلرویشت فوټه اوږده نوکان وویني چې په هره دریمه ورځ به په رنګ یې ناخن یا د نوکانو په رنګ رنګېدل.

یاده دې چې ایانا په ۲۰۱۷ کال د نړۍ د اوږدو نوکانو درلودونکې میرمن ګڼل شوې وه، چې په دیرشو کلونو کې یې اوږده کړي ول، چې په همدې سبب یې د کور په کارونه کې ورته ستونزې پیدا کړې وې.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …