کورپاڼه / روغتيا / حساسیت لرونکي یا د ساه بندۍ ناروغان دې له خاورو او دوړو ځان وساتي

حساسیت لرونکي یا د ساه بندۍ ناروغان دې له خاورو او دوړو ځان وساتي

د خاورو او دوړو ستونزه خو اوسمهال زموږ په هیواد کې عامه شوې، چې په همدې سبب ګڼ شمېر خلک د ساه په مختلفو ناروغیو اخته شوي هم دي او دغه ګرد او غبار د هغه کسانو لپاره ډېر زیانمن تمامېږي چې حساسیت یا د ساه بندۍ ستونزې ولري.

څېړونکو ویلي دي د خاورو او دوړو حساسیت هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د بدن دفاعي سیستم په کومه ناخوښه ماده غبرګون وښیي او بیا انټي باډيانې تیاروي، ترڅو له بدن څخه دفاعي غبرګون د حساسیت د نښو، نښانو په شکل څرګند شي.

د راپور له مخې ویل کېږي د حساسیت نښې، نښانې په ټولو کسانو کې یو ډول نه وي، چې ځینې کسان یې احساسوي هم نه، خو ځینې نښې، نښانې بیا څرګندې وي، لکه د پوستکي خارښت، پوزه بهېدنه، پرنجیدل، ټوخی، د پوزې سوځیدل، د پوزې سوروالی او ساه لنډي.

که چېرته د خاورو او دوړو له حساسیت سره مخ شوئ نو ډاکتر ته مراجعه وکړئ، خپل کور پاک وساتئ او هڅه وکړئ چې کور ته مو تازه هوا راشي.

دغه راز که د ساه لنډۍ ستونزې لرئ نو له خاورو او دوړو څخه ځان وساتئ او د تېزې هوا او باد یا طوفان په صورت کې له کوره ونه وځئ. روغتیایي کارپوهان وایي چې د کور د پاکوالي پرمهال پوزه پټه کړئ او د میکروبونو ضد سپرۍ وکاروئ.

دا هم ولولئ

مستې د وینې فشار ته د ګټې رسولو ترڅنګ نورې حیرانوونکې ګټې هم لري

ښې بکتریاوې یعنې د انسان د روغتیا لپاره له اړینو او مثبتو بکتریاوو څخه ډکې …