کورپاڼه / ليکنې / لس داسې خبرې چې د انسان ټول ژوند خلاصه (نچوړ) کوي

لس داسې خبرې چې د انسان ټول ژوند خلاصه (نچوړ) کوي

لس داسې خبرې چې د ټول ژوند خلاصه یا نچوړ دی، نو که چېرته په دې خبرو عمل وکړو نو ان شاءالله چې ژوند به مو بدلون ومومي.

  • د شرم راښکون له ښکلا ډېر وي.

  • ژړا زړه روښانه کوي.

  • د مور او پلار خدمت کول د دواړو جهانونو عزت دی.

  • هر څه چې مو کور ته د اولادونه لپاره راوړل نو لومړی یې لور بیا زوی ته ورکړئ.

  • د نړۍ ترټولو خطرناکه غوسه د ځوانۍ وي.

  • د چا زړه نه ازاروئ ځکه چې تاسې هم زړه لرئ

  • خبرې سپین زر دي او چوپتیا بیا سره زر

  • له یو چاسره د لېدنې پر وخت مسکا صدقه ده.

  • له ګناه ځان ژغورنه لویه نیکي ده.

  • تل رښتیا ووایه ترڅو قسم خوړلو ته اړتیا پیدا نه شي.

د انسان د زړه او ذهن د پاکوالی ذریعه پخپله د انسان دننه په مثبت بدلون سره ممکنه ده، خو په موږ په عام ډول خپل ظاهر ته ښکلا او بدلون ورکوو، خو که چېرته یو انسان په ظاهره ښه وي او دننه یې منفي فکرونو ځالې کړي وي نو همدغه منفي فکر یې ناکاموي.

هغه کسان چې مثبت فکر لري له خپل ځان سره ټولنې ته هم بدلون ورکوي، خو منفي فکرونه یې په ذهني وده کې خنډ رامنځته کوي، هر انسان د بشپړږ دماغو او ښه زړه خاوند وي خو تر هغې چې کنترول پرې ونه لري ښکلي کول یې ناممکن دي، شخصیت جوړونه پخپل د زړه د پاکوالی او الله تعالی ته د رجوع کولو نوم دی، ځکه چې الله تعالی انسان پر ځمکه خپل خلیفه ګرځولی، نو انسان باید د خلیفه کېدو لپاره د الله تعالی حکمونه ومني او شخصیت دې داسې جوړ کړي چې نه یوازې دنیا دنیا دې خوشحاله کړي بلکې الله تعالی هم راضي کاندي.

دا هم ولولئ

درې هغه عامې تېروتنې چې په روژه کې یې ترسره کوو

د خوراک او څښاک په توکو کې اسراف کول: له اړتیا څخه ډېر شیان اخیستل …