کورپاڼه / روغتيا / هغه عام یا معمولي عادت چې د چاغښت سبب مو ګرځي

هغه عام یا معمولي عادت چې د چاغښت سبب مو ګرځي

آیا د چاغښت په سبب اندیښمن یئ، خو د ورزش یا د ښو خوړو د استعمال سربېره مو بیاهم په بدني وزن کې کمښت نه راځي؟ کیدای شي چې سبب یې ستاسې خپل عادت وي.

هو، یو داسې عادت هم شته چې په ډېرو خلکو کې لېدل کېږي او هغه عادت خپل خواړه یا خوراکي توکي په بېړه خوړل یاهم خواړه په ښه توګه نه ژوول او تېرول، دغه عادت یو داسې ناوړه عادت دی چې د روغتیا لپاره زیانمن ګڼل کېږي.

که چېرته تاسې هم دغه عادت لرئ نو باید پوه چې په دې سره مو وزن ډېرې او ورو ورو مو د چاغښت له ستونزې سره مخ کوي.

د انګلستان د برسټل او روهیمپټن پوهنتونونو له ګډې څېړنه څخه څرګنده شوه چې په تېزۍ سره خوراک کولو د روغتیا لياره زیانمن عادت دی.

څېړنه زیاتوي چې په تېزۍ سره د خوراک په نتیجه کې انسان ډېر خوراک کوي، ځکه چې د انسان بدن دومره ژر نه شي احساسولی چې موړ دی. څېړونکي وایي چې د انسان بدن په داسې ډول نه دی جوړ چې له مړښت سره سم احساس ورته وشي.

څېړنه زیاتوي چې ډېر عادت د تېز خوراک عادت په ماشومتوب کې خپلوي او څېړونکو هڅه کړې ترڅو معلومه کړي چې سبب خو به یې د خویندو او ورونه سره یوځای اوسیدنه نه وي، چې بیا یې ثابته هم کړه چې له خویندو او ورونو سره اوسیدنه د تېز خوراک عادت پیدا کوي.

څېړونکي وایي چې د خویندو او ورونه شتون یا نه شتون ډېر لاملونه لري چې د انسان پر خوراک اغېزې کوي، چې په دې یو لامل د لوبو کولو هم دي ځکه ماشومانو لوبو ته اوتر وي او غواړي چې ژر خوراک وکړي.

څېړونکي وایي چې د تېز خوراک سبب که هر څه وي، خو هغه کسان چې دغه عادت لري د نورو په پرتله یې د چاغښت یا د خېټې د غټېدو امکان ډېر وي.

دا هم ولولئ

آیا تاسې تر پیشلمي پورې د ویښ کېناستو له تاوانه خبر یئ؟

د روژې په میاشت کې ډېر کسان دا عادت خپلوي ترڅو تر پیشلمي پورې ویښ …