په هر هېواد کې چې کله ټاکنې وي، نو نوماندان د خپل ځان د مشهورو او د خلکو د رايو خپلولو لپاره له ډېرو نويو نويو طريقو څخه کار اخلي.
خو يو نوماند بيا د خلکو د پام خپلولو لپاره داسې جالب کار کړى دى، چې ټول يې حېرانه کړي دي، هغه خپل ټاکنيز کمپاين په تابوت کې پيل کړى دى.
دا سياستوال يا نوماند په مېکسيکو کې دى، چې د ټاکنيز کمپاين پر مهال په تابوت کې پرېوت او پلويانو يې هغه په اوږو پورته کړ او په ټول ښار کې يې وګرځاوه.
دا سړى ميرګا نومېږي، او وايي چې د دې کار لامل يې دا و، چې سياستوالو ته دا پېغام ورکړي، چې خلک د نړيوالې وبا له امله مري او سياستوال په يو بل تورونه پورې کوي.
د يادولو وړ ده چې په مېکسيکو کې هم د کورونا ويروس پېښې بېخي ډېرې شوې دي چې ٢٠٠ زره کسان د دې ويروس له امله دغلته مړه شوي دي.