کورپاڼه / خبرونه / اى سي سي د مارچ مياشتې غوره لوبغاړي جايزې ته راشد خان هم نوماند کړى
بوينشور کمار، سين ويليمس او راشد خان

اى سي سي د مارچ مياشتې غوره لوبغاړي جايزې ته راشد خان هم نوماند کړى

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د مارچ مياشتې د غوره لوبغاړي جايزې ته د نوماندو لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي، چې د نړيوال کرکټ د نارينه او ښځينه لوبغاړو څخه انتخاب شوي دي، چې په مارچ مياشت کې يې ښې لوبې ترسره کړي دي.

د مارچ په مياشت کې د افغانستان راشد خان په دويمه ټېسټ لوبه کې د زمبابوې پر وړاندې ١١ ويکټې واخيستې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، همدا راز په درې نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې هم ٦ لوبغاړي وسوځول او لوبډلې يې بريا خپله کړه.

د هند بوينشور کمار بيا د انګلستان پر وړاندې په درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٦ لوبغاړي وسوځول چې او په پنځه نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٤ ويکټې ترلاسه کړې.

د زمبابوې سين ويليمس بيا د افغانستان پر وړاندې په دوه ټېسټ لوبو کې ٢٦٤ منډې وکړې او ٢ ويکټې يې واخيستې، په ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بيا نوموړي ٤٥ منډې وکړې.

په ښځينه لوبغاړو کې بيا د هند راجيشوري ګايکواړ د سويلي افريقا پر وړاندې په پنځه نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٨ ويکټې واخيستې او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې هم ٤ لوبغاړې وسوځولې.

د سويلي افريقا ښځينه لوبغاړې ليزيلي لي بيا د هند پر وړاندې ٤ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې، چې ١ سليزه او ٢ پنځوسيزې يې ووهلې او د ښځينه نړيوالو يو ورځنيو لوبو توپوهونکو کې هم لومړي مقام ته ورسېده.

د هند پونم راوت بيا د سويلي افريقا پر وړاندې پنځه نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې چې په ټولو لوبو کې يې ٢٦٣ منډې ترلاسه کړې، ١ سليزه او ٢ پنځوسيزې يې هم ووهلې.

د يادولو وړ ده چې اى سي سي د هرې مياشتې غوره لوبغاړي د يوې کمېټې او همدا راز د مينه والو د رايو له لارې غوره کوي.

دا هم ولولئ

کريس موريس

کريس موريس په شپږيزه د راجستان رايلز لوبډله بريالۍ کړه

د راجستان رايلز لوبډله چې د ټاکلي هدف پر وړاندې ډېره کمزورې روانه وه، خو …