کورپاڼه / بېلا بېل / عطر باید څنګه انتخاب او استعمال شي؟ لارښوونې یې دلته ولولئ

عطر باید څنګه انتخاب او استعمال شي؟ لارښوونې یې دلته ولولئ

د استرالیا د میک آپ شرکت (میکا) خلکو ته د عطرو یا سپرۍ د انتخاب او استعمال په اړه داسې مشورې ورکړي، چې په اورېدو به یې داسې وګڼئ چې تر ننه مو د عطرو استعمال په غلط ډول سره کړی دی.

د میل آنلاین د راپور له مخې میک آپ کوونکو ویلي، چې عطر باید په څو ډوله وکارول شي خو یو ډول داسې عطر انتخاب کړئ چې له خوشبو مو خلک وپېژني، خو باید په یاد یې ولرئ چې وروسته لۀ ډېر فکر کولو یې انتخاب کړئ او هره ورځ یې ووهئ.

سربېره پر دې د شپې او ورځې مختلف عطر وکاروئ، ځکه چې دا هم د میک آپ غوندې مهم وي، لکه څنګه چې د ورځې له لورې بېل او د شپې له لورې بېل ډول میک آپ کېږي، همدغسې د عطرو استعمال هم دی.

دغه راز د هر موسم لپاره له ځانګړو عطرو ګټه واخلئ، یعنې داسې عطر باید وکارول شي چې له موسم سره مناسبت ولري او ددې سربېره ستاسو د طبیعت، د ژوند له طرز او لباس سره باید هم مطابقت ولري.

میک آپ کوونکي وایي چې تاسې باید تر یو څو عطرونو پورې محدود نۀ وئ، خو په یو وخت له یو ډول عطرو څخه ډېر عطر هیڅکله مه استعمالوئ او کله چې عطر اخلئ نو پخپله ورپسې بازار ته لاړ شئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د غاښونو د برش په اړه تاریخي او په زړه پوري معلومات

له میلاد څخه ۳۵۰۰ کاله دمخه به خلکو د غاښونو د پاکولو لپاره د لرګیو …