کورپاڼه / بېلا بېل / هغه میرمن چې د ژور خپګان په سبب یې ویښتان له لاسه ورکړي ول، د بیا راشنه کولو طریقه یې وښوده

هغه میرمن چې د ژور خپګان په سبب یې ویښتان له لاسه ورکړي ول، د بیا راشنه کولو طریقه یې وښوده

هغه میرمن چې د ژور خپګان په سبب یې ویښتان توی شوي ول یاهم پکه شوې وه، د بېرته را شنه کولو آسانه طریقه وښوده.

د لندن اوسیدونکې کیمیلا له میل انلاین سره په خبرو کې ویلي، چې د ژور خپګان په سبب یې ویښتان توی شول او د سر ډېره برخه یې له ویښتان خالي شوه.

کیمیلا وایي کله چې د ویښتانو له ستونزې سره مخ شوه نو د کافینو او شامپو په ګډون یې هر ډول توکي تجربه کړل، غذایي رژیم یې هم وکړ، خو په یو ډول یې هم ګټه ونه کړه.

نوموړې وایي چې تر شپږویشتو ورځو کې سپلیمنټ هم وکارول خو د ویښتانو په راشنه کولو کې یې هیڅ ګټه ونه کړه، چې له دې وروسته د استرالیایي شرکت (هیئر اینډ انرژي ویټامینز) وکارول او چې دغه پرېکړه یې ګټوره وه.

کیمیلا وایي چې ددغو ویټامینو په استعمال سره په پنځو میاشتو کې ټول ویښتانو بېرته راشنه او له مخکې لا ښکلي شول او اوسمهال یې استعمالوي.

یاده دې چې کیمیلا د کورونا د پیلېدو سره په ژور خپګان اخته شوه، چې ډاکترانو یې ناروغۍ ته Telogen Effluvium نوم ورکړ او په دې ناروغۍ اخته کسان خپل ویښتان له لاسه ورکوي.

دا هم ولولئ

هغه رنګونه چې د ښه خوب لپاره اغېزمن تمامېږي

خوب د انسان د بدن او روغتیا لپاره ډېر اړین وي، خو پوښتنه داده چې …