کورپاڼه / بېلا بېل / هغه قاضي چې ځان ته يې په خپله سزا واوروله
محکمه

هغه قاضي چې ځان ته يې په خپله سزا واوروله

د مصر په يوې ځايي محکمې کې يو قاضي د خپلې تېروتنې څخه وروسته ځان ته په خپله سزا واوروله، چې د هغه په دې کار په محکمه کې ناست ټول خلک ډېر حېرانه شو.

د قاضيانو کار دا دى چې نورو خلکو ته سزاوې اوروي، خو کوم قاضي خپل ځان ته په خپله سزا اورولې او خپل ځان يې جريمه کړى دى، چې دا ډېره نا اشنا پېښه ده.

د ګلف نيوز د راپور په وېنا، دا د محکمې په تاريخ کې يوه ځانګړې پېښه ده. په راپور کې ويل شوي دي، چې د محسن کلوب په نوم يو قاضي د يوې دوسيې اورېدنه کوله، چې ناڅاپي يې په موبايل زنګ راغى.

د موبايل زنګ تېز و او قاضي خپله تېروتنه ومنله، چې خپل ځان يې پنځه سوه مصري پاونډه جريمه کړ.

نوموړي وروسته رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د يوې قضيې د اورېدنې پر مهال زما په موبايل زنګ راغى، چې د قضيې نه يې زما پام غلط کړ، ما خپله تېروتنه ومنله او ځان مې پنځه سوه پاونډه جريمه کړ.

د محسن کلوب په دې پرېکړه نه يوازې دا چې نور قاضيان ډېر حېرانه شوي دي، بلکې عام خلک هم د هغه په دې پرېکړه حېرانه شوي دي، چې يو قاضي په خپل کار کې دومره رښتينى دى چې خپل ځان ته يې هم سزا ورکړې ده.

دا هم ولولئ

کيوبا

کورونا کې بېکارو ځوانانو په کتارونو کې د درېدو کاروبار پيل کړ

د کورونا له امله په کيوبا کې د خوراکي توکو ترلاسه کول ډېر سخت ګرځېدلي …