کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل نن پيلېږي، ممبۍ به له بېنګلور سره مېدان ته کوز شي
ويراټ کوهلي او روهيت شرما

اى پي ايل نن پيلېږي، ممبۍ به له بېنګلور سره مېدان ته کوز شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل چې د نړۍ يو له سترو تجارتي ليګونو څخه دى، نور يې انتظار پاى ته رسېدلى دى او نن د هند په چيناى کې پيلېږي.

نن به لومړۍ لوبه د دفاعي اتلې لوبډلې ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شي، دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

ممبۍ انډينز چې تېر کال يې په پايلوبه کې د ډيلي کاپيټلز لوبډلې ته ماتې ورکړې او د پنځم ځل لپاره يې اتلولي خپله کړې وه، سږکال هم تر ټولو قوي لوبډله ګڼل کېږي.

ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور چې په ٢٠١٩ او ٢٠٢٠ کال کې کومې ٢-٢ لوبې ترسره کړې دي، په هغې کې ٣ لوبې ممبۍ انډينز ګټلي دي او ١ لوبه بيا مساوي شوې، چې په سوپر اور کې بيا رايل چېلنجرز بېنګلور ګټلې ده.

دواړه لوبډلې نه يوازې دا چې د هند تکړه توپوهونکي او توپ اچونکي لري، بلکې د نړۍ تکړه توپوهونکي او توپ اچونکي هم پکې لوبېږي.

ويراټ کوهلي، اې بي ډيويليرز، کوانټين ډي کوک، ايشان کشن، جسپريت بومرا، ټرينټ بولټ، يوژيندرا چاهل، محمد سراج او نور هغه توپوهونکي او توپ اچونکي دي، چې نن ترې د ښو لوبو هيله کېږي.

د يادولو وړ ده چې د اى پي ايل سيالۍ په افغانستان کې د ملي سپورټس ټلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه نشرېږي.

دا هم ولولئ

افغان لوبغاړي

ابوظهبي ټي ١٠ ليګ کې د پلى اف پړاو لوبې

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ د سوپر ليګ پړاو سيالۍ پرون پاى ته ورسېدې، چې …