کورپاڼه / اسلام / کله چې له لویدیځه لمر راپورته شي؛ د توبې دروازې به وتړل شي

کله چې له لویدیځه لمر راپورته شي؛ د توبې دروازې به وتړل شي

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: قیامت به تر هغه وخته نه واقع کېږي تر هغې چې لمر د لویدیځ له لورې نه وي راختلی او کله چې د لویدیځ له لورې لمر راوخېژي ټول خلک به ایمان راوړي، خو هیڅ ګټه به ونه کړي، پرته له هغه چا چې له دې وړاندې یې ایمان راوړی و او نیکۍ یې کړې وې.

حضرت ابوهریره رضي الله عنه روایت کوي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایي: قیامت تر هغه وخت نه راځي تر کومه چې لمر له لویدیځه نه وي راختلی او کله چې راوخېژي نو خلک به ایمان راوړی خو هغه چا چې له مخکې یې ایمان نه وي راوړی ګټه به ورته ونه کړي.

حضرت ابو موسی رضي الله عنه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې الله تعالی د شپې پر وخت خپل لاس خوروي ترڅو د ورځې د ګناهکارو توبه قبوله کړي او د ورځې ځکه لاس خوروي چې د شپې د ګناهکارو توبه قبوله کړي، تر دې چې لمر له لویدیځه راوخېژي.

حضرت معاویه رضي الله عنه روایت کوی چې ما له رسول الله څخه واورېدل، چې د هجرت سلسله به نه پرې کېږي تر هغې چې د توبې دروازه بنده نه شي او د توبې دروازه تر هغې نه بندېږي چې لمر له لویدیځه نه وي راختلی.

​حضرت ابو هریره روایت کوي چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي، هغه کس چې د لویدیځه له لوري د لمر له راختلو دمخه توبه وباسي، الله تعالی به یې توبه قبول کړي.

دا هم ولولئ

د یو چا په اړه قسم خوړل چې الله تعالی یې نه بخښي، څه پایلې لري؟

بدعت: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: (مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هَذَا مَا لَيْسَ …