کورپاڼه / خبرونه / پکتيا کې خلک او د ولايتي شورا غړي د کرکټ بورډ پر ضد راپورته شوي
د پکتيا کرکټ لوبغالى

پکتيا کې خلک او د ولايتي شورا غړي د کرکټ بورډ پر ضد راپورته شوي

د پکتيا ولايت اوسېدونکو او د ولايتي شورا يو شمېر غړو د افغانستان کرکټ بورډ پر ضد راپورته شوي دي او وايي چې د پکتيا سره کړې ژمنې يې نه دي پوره کړي.

دغه مدني فعالانو او د ولايتي شورا ځينو غړو په سويل ختيځ کې د کرکټ بورډ دفتر تړلى و او وايي چې هغه لوبغالى، چې څو کاله وړاندې جوړ شوى دى، د ناستې ځاى هم نه لري.

دغه خلکو وويل، چې دا ځمکه ځايي خلکو کرکټ بورډ ته په خېرات ورکړې وه، اوس وايي، چې که کرکټ بورډ دا لوبغالى نه جوړوي، نو دوى به خپلې ځمکې بېرته واخلي.

د پکتيا اوسېدونکي

د پکتيا اوسېدونکي وايي، چې د کرکټ دا لوبغالى د کرکټ بورډ د پخواني عمومي رييس عاطف مشعل په وخت کې پيل شوى و، خو تراوسه پورې هېڅ هم نشته.

د دې لوبغالي لپاره دوه ځلې پېسې منظورې شوې وې، خو کارونه يې لا هم نه دي شوي.

د پکتيا مدني فعالان او د ولايتي شورا يو شمېر غړي دا هم وايي، که کرکټ بورډ ژر تر ژره په معياري ډول د پکتيا کرکټ لوبغالى جوړ نه کړ، نو دوى به د کرکټ بورډ پر ضد لاريونونه هم وکړي.

دا هم ولولئ

منيش پانډى

د حېدراباد منيش پانډى له ښه ځلېدو وروسته هم له نيوکو سره مخ دى

پرون د اى پي ايل دريمه لوبه د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو …