کورپاڼه / روغتيا / پلاستیک عملیات څه ډول ترسره کېږي؟ ګټې او تاوانونه یې څه دي؟

پلاستیک عملیات څه ډول ترسره کېږي؟ ګټې او تاوانونه یې څه دي؟

هر شخص هیله لري چې د نورو په نظر کې ښه وبریښي، مخ یا څېر یې ښکلي وي، د بدن غړي یې متحرک او تېز وي او د زړښت نښې پرې څرګندې نه شي.

ددې لپاره یو ډول درملنه ترسره کېږي، چې په دې درملنه کې د انسان د بدن د کوم غړي د جوړښت یا فعالیت د سمولو لپاره ځانګړي عملیات ترسره کېږي چې پلاستیک عملیات ورته ویل کېږي.

په دې ډول عملیاتو کې ځینې نیمګړتیاوې له منځه وړل کېږي، که څه هم ځینې ګټې به لري خو خطرناک زیانونه هم لرلی شي، نو مخکې له عملیاتو باید په نظر کې ونیول شي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په پلاستیک عملیاتو کې د پنځه ډول ناروغانو درملنه په ترجیحي ډول ترسره کېږي، لومړی هغه کسان چې سوځېدلي وي، دویم هغه کسان چې د کومې پېښې په سبب یې لاس یا پښه پرې وي.

دریم هغه ماشومان چې شونډې یې پرې وي، څلورم هغه کسان چې د پېښې یا د خولې د سرطان په سبب یې کوم غړی خراب شوی و او پنځم یې د بدن په داخلي او خارجي برخو پلاستیک عملیات کول دي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …