کورپاڼه / روغتيا / د چين په ووهان لابراتوار کې له کورونا هم خطرناک ويروسونه شته
کورونا ويروس

د چين په ووهان لابراتوار کې له کورونا هم خطرناک ويروسونه شته

د کورونا ويروس يو څه وخت د کمۍ خواته روان و، خو يو ځل بيا په ټوله نړۍ کې ډېر چټک شوى دى او تازه پېښې يې زياتې ثبتېږي، په داسې حال کې چې د کورونا ضد څو ډوله واکسين هم جوړ شوي او خلک يې لګوي.

خو اوس په يوه تازه ادعا کې ويل شوي دي، چې د چين په ووهان او ځينو نورو لابراتوارونو کې د کورونا په څېر خطرناک ويروسونه نور هم شته، چې که چېرته رابهر شي، نو نړۍ ته به نوى سردردى جوړ کړي.

د يو شمېر ساينسپوهانو دا څېړنه چې د ArXiv نوم ورکړل شوى دى، ويلي يې دي، چې د چين په ووهان او نورو ښارونو کې يې د لابراتوارونو څخه د وريژو او پنبې ځينې نمونې ترلاسه کړې او څېړلي يې دي، چې تر څېړنو وروسته معلومه شوې ده، چې نور خطرناک ويروسونه هم په دې لابراتوارونه کې شته دي.

دوى همدا راز وايي، چې د دې ويروسونو خوندي ساتل سخت کار دى او داسې انتظامات نشته دى، نو ځکه يې د خورېدو ويره زياته ده.

که څه هم دا څېړنه تراوسه پورې په نړيواله کچه نه ده منل شوې، خو دا څېړنه د خلکو لپاره ډېره ويرونکې ده، چې وايي په چين کې ډېر ويروسونه په لابراتوارونو کې جوړ شوي او هلته شته دي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا ويروس په اړه هم ډېر ساينسپوهان دا شک لري، چې د ووهان ښار له يو لابراتوار څخه خپور شوى دى، خو د چين حکومت بيا له دې خبرې څخه انکار کوي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …