کورپاڼه / ليکنې / د اغېزمنې مطالعې لپاره کوم شیان یا ټکي اړین وي؟

د اغېزمنې مطالعې لپاره کوم شیان یا ټکي اړین وي؟

د هر ډول متن یا کتاب د لوستلو لپاره ضرور ده چې په اغېزمنې طریقې سره یې مطالعه کړو او د لوست یو غوره سبک ولرو، ممکن تاسې د یوې موضوع په اړه د معلومات په ترلاسه کولو کې له ناکامۍ سره مخ شئ او د یوې موضوع لپاره بیا بیا ځلې کتاب لولئ یاهم د یو څه په یادولو کې له ستونزو سره مخ کېږئ.

د پیو په نوم د څېړنیز مرکز له سروې معلومه شوې چې خلک یوازې پر کاغذ نه بلکې په مختلفو شیانو په تېزۍ سره کتابونه لولي، یعنې ډیجیټل ورځپاڼې، مجلې، ویبپاڼې، ایمیلونه او پر ټولنیزو رسنیو هره ورځ څه ناڅه لولي، نو د لوست لپاره کاغذي رسنۍ ډېرې مهمې ګڼل شوي، راځئ چې د ښې مطالعې او زده کړې لپاره لاندې لارښوونې ولولو.

څه ولولو او ولې یې ولولو؟

له مطالعې څخه دمخه له ځان درې پوښتنې وکړئ، د متن موخه څه ده؟ څومره ګټور دی؟ ولې یې لولئ؟ کله چې دغه درې پوښتنې ځواب کړئ نو په اغېزمنه مطالعه مو اغېزې ښیندي، دغه راز له مطالعې دمخه په کتاب نظر واچوئ د سر صفحه یې وګورئ، عنوانونه او پېژندنه له نظره تېر کړئ او وګورئ چې موضوعات یې څه ډول ترتیب کړي او کومه برخه یې درته په زړه پورې ده، کله چې تاسې پورته ذکر شوي شیان په نظر کې ونیول نو پوه شئ چې ښه کتاب لولئ.

د بنسټیزو معلومات وضاحت:

که چېرته تاسې غواړئ چې په تفصیل سره مطالعې ته اړتیا نه لرئ نو د بنسټیزو نکتو د پوهېدو لپاره لنډه لار وټاکئ، عنوان او لنډیز یې وګورئ، عکسونه او مثالونه یې تر نظر تېر کړئ، په دې ډول سره به مو مطالعه اغېزمنه وي.

په پوهه کې ډېروالی:

کله چې غواړئ یوازې په بنسټیزه توګه پوه شئ نو د کتاب یا مضموم پېژندنه او لنډیز یې ولولئ، د کتابونه فصلونه یا څپرکي په تېزۍ سره هم لوستلی شئ خو مهم ټکي باید ښه ولولئ او په دې باید ځان ډاډه کړئ چې کوم مهم ټکی مو نه دی ضایع کړی.

متن وڅېړئ:

که چېرته غواړئ چې د ازموینو لپاره ژوره مطالعه وکړئ نو دغه طریقه ورته ډېره اغېزمنه تمامېږي، یعنې په دې طریقه کې ټول مواد یعنې کتاب له نظره تېرېږي، کلیدي یا مهمې پوښتنې ور پکې استعمالېږي، بیا لوستل، یادول او متن په غوره سره څېړل کېږي.

باید په دې ډاډه شئ چې تاسې یو څه لولئ نو پرې پوهېږئ هم، کله چې تاسې په متن پوه شوئ نو د زده کولو امکان یې هم ډېرېږي. دغه راز مهم معلومات له ځان سره وساتئ یعنې و یې لیکئ، له نورو سره پرې خبرې وکړئ نو هڅه وکړئ چې پر یو کتاب تبصرې یا څرګندونې له نورو سره شریکې کړئ.

په ښه چاپیریال کې مطالعه وکړئ:

کله چې غواړئ اغېزمن مطالعه یا کوم بل کار ترسره کړئ نو له ځان سره فکر پرې وکړئ، چې دغه کار کله او چېرته ترسره کړم، یعنې له ویده کېدو دمخه د دماغو د آرامولو لپاره مطالعه کول یوه ښه طریقه ده، خو که ژوره مطالعه کول غواړئ نو دا یې وخت نه دی، کله چې دماغو مو په بشپړ ډول بیدار شول د ستونزو کارونو یو جدول جوړ کړئ. ځان ډاډه کړئ چې ستاسې د مطالعې چاپیریال آرامه ده، یعنې داسې ځای انتخاب کړئ، چې توجه مو وا نه ړوي.

دا هم ولولئ

خاوند او ښځه

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …