کورپاڼه / جالب / هغه ښځه چې امیندواره نه وه خو ماشوم یې وزېږاوه

هغه ښځه چې امیندواره نه وه خو ماشوم یې وزېږاوه

که چېرته د امیندوارۍ یا حمل ټیسټ یا معاینه هم ونه شي، ځینې بدلونونه او نښې، نښانې یې پر بدن څرګندېږي او یوه میرمن په ځان پوهېږي چې امیندواره ده.

خو په امریکا کې یوه داسې پېښه رامنځته شوې چې په اورېدو به یې د حیرانۍ احساس وکړئ او هغه دا چې په دې هیواد کې یوې میرمنې ته هغه وخت د امیندوارې معلومات وشول، چې کله یې بچی وزېږاوه.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه میرمن چې اته دیرش کاله عمر لري، د امریکا د بوسټن اوسیدونکې ده او ملیسا سرجیکوف نومېږي. نوموړې وایي چې په ناڅاپي ډول د ضرورت د رفع کولو احساس یې وکړ او کله چې تشناب ته لاړه، نو په کمود ترې څه شی ولوید، نو په حیرانوونکی توګه یې ولیدل چې ماشوم دی.

د راپور له مخې د ملیسا اوه دیرش کلن خاوند ډوني کیمپ وایي چې، له پېښې وروسته یې ملیسا او نوی زېږېدلی ماشوم (لیام) ژر روغتون یوړل، ترڅو ډاکتران یې درملنه وکړي.

ملیسا وایي چې د ماشوم په لېدو وویرېده او چغې یې کړې، دی په دې نه پوهېده چې دا هر څه څنګه وشول، ځکه چې د نوموړې پر وینا د امیندوارۍ هیڅ نښه یې نه لرله او د ماشوم په زېږون یې داسې احساس وکړ لکه د بدن کومه برخه یې چې له لاسه ورکړي وي. بل لوري ته ډاکتران وایي چې ماشوم د اوسپنې له کمښت سره مخ دی، نور روغ، جوړ دی.

دا هم ولولئ

په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي لپاره اوس هم خوشایه استعمالېږي

د روغتیایي کارپوهانو له خبرداري سربېره بیاهم په هند کې د کورونا څخه د مخنیوي …