کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / سامسنګ ارزانه بیه (5G) ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ

سامسنګ ارزانه بیه (5G) ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ

د ګرځنده موبایل جوړونکي شرکت سامسنګ د (5G) ټیکنالوژۍ لرونکی ارزانه بیه ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ.

د ټیکنالوژۍ د څارونکي ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې سامسنګ د ګلیکسي (A) د لړۍ (5G) لرونکی (A32) ځیرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ، چې ارزانه بیه موبایل هم ورته ویل کېږي.

دغه موبایل د څلور، شپږ او اته جي بي ریم درلودونکي او د څلور شپېته او یو سلو اته ویشت جي بي حافظې سره خرڅلاو ته وړاندې شو او د ځانګړتیا له مخې یې قیمت توپیر لري.

د (A32) دغه موبایل پنځه زره ایم ای ایچ بیټري لري او د اندراید ۱۱ له پروسیس کوونکی سیستم څخه برخمن دی او که چېرته یې د سکرین په اړه خبرې کوو نو د ټولو ډولونو د سکرین اندازه یې ۶.۵ اینچه ده.

دغه راز څلور کامرې لري چې مرکزي کامره یې اته څلویښت میګا پکسله، دویمه کامره یې اته، دریمه یې پنځه او څلورمه یې بیا دوه میګا پکسله ده، خو مخکینۍ کامره یې بیا دیارلس میګا پکسله ده.

دغه موبایلونه په تور، سپین، نیلي یا شین او ژېړ غوندې رنګونو سره موندل کېږي او اوسمهال په اروپا او تایلینډ کې خرڅلاو ته وړاندې شوي او قیمت یې ۳۳۳ ډالره ټاکل شوي.

دا هم ولولئ

وټساپ پر یو نوي او په زړه پوري فیچر یا آسانتیا کار پیل کړی

د پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن وټساپ د اندراید کاروونکو لپاره نوی بیټا ویرژن رامنځته کړی …