کورپاڼه / روغتيا / دال د غوښې په پرتله ډېرې روغتیایي ګټې لري

دال د غوښې په پرتله ډېرې روغتیایي ګټې لري

دال چې پخپل جوړښت کې له غوړو څخه پاک وي د مهمو غذایي توکو او فایبرو یوه ښه ذریعه ګڼل کېږي، چې بې شمېره ګټې لري او د وزن کمولو ترڅنګ د وینې د اړوند ناروغیو څخه لکه د وینې فشار او شکر څخه مخنیوی یې په لومړي سر کې ځای لري.

د خوراکي توکو کارپوهان وایې چې دال ډېر مهم غذایي توکي لري او له استعمال څخه یې پروټین، منرالونه او ویټامینونه لاسته راځي، چې د ناروغو او روغو کسانو لپاره ډېر ګټور وي. دغه راز د ګلایسیمک انډیکس ماده یې د وینې د شکر کچه کموي او ځینې نورې داسې ګټې هم لري که چېرته پرې پوه شو نو په ورځني ډول به یې پخپلو خوراکي توکو کې شامل کړو.

د دالو ټول ډولونه لکه چڼو دال، طوطي دال، مۍ، سره او سپین لوبیا او نور د بدن لپاره ګټور وي او ترټولو مهمه ګټه یې داده چې نباتي پروټین لري، دغه د فولیټ او ویټامین بي شتون یې د امیندوارو میرمنو لپاره ډېر ګټور وي او بله دا چې دال د غوښې په پرتله کم غوړ لري نو ویلی شو چې د انسان د بدن لپاره ترټولو ګټور خواړه ګڼل کېږي.

غذایې توکي او ګټې یې:

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې د دالو استعمال د کولمو لپاره ګټور وي، نو په اوونۍ یې لږ تر لږه درئ ځلې وکاروئ. دغه راز دال د سرطاني ناروغیو خطر کموي، خو د غوښې په استعمال سره د بې شمېره ناروغیو او د وینې د غوړو د لوړېدو خطر موجود وي.

هغه کسان چې د شکر ناروغي لري هم له دالو ګټه اخیستلی شي او د اوسپنې د شتون په سبب دال د هغه ښځو لپاره ګټور تمامېږي چې د اوسپنې له کمښت سره مخ وي. بله خوا ویل کېږي که چېرته په منظم ډول سره دال خپل خوراک وګڼو نو ډېر شوی وزن مو کمولی شي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …