کورپاڼه / جالب / هغه کسان چې په کور کې له کار کولو ستړي وي، سنګاپوري شرکت ورته کاري غرفې جوړې کړي

هغه کسان چې په کور کې له کار کولو ستړي وي، سنګاپوري شرکت ورته کاري غرفې جوړې کړي

هغه کسان چې د کورونا د وایروس په سبب په کور کې له کار کولو څخه ستړي شوي وي، یو سنګاپوري شرکت یې د حل لاره موندلې او د یوې دقیقې دننه یې کاري غرفه جوړه کړې.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې یو سنګاپوري شرکت له شپېتو څخه ډېر کاري غرفې جوړې کړي چې په مارکیټونه، کافي خانو او نور عامو ځایونو کې یې ایښي.

ویل کېږي چې په دغه ډول غرفو کې یو شخص کېناستلی او کار کولی شي او د ټولنیز واټن سربېره بیاهم له خپلو چاپیریال څخه خوند اخیستلی شي.

د سنګاپوري شرکت لخوا په دې جوړه شوې کاري غرفه کې وایي فایي، یو دانه میز، چوکۍ، پکی او د بریښنا یا برق آسانتیاوې شتون لري.

دغه راز ترڅنګ به یې سینیټایزر هم ولري او هغه کسان چې په دې غرفه کې به کار کوي، ماسک ورته اړین ګڼل شوی او د یو ساعت کار کولو په بدل کې به څلور سنګاپوري ډالر ورکوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …