کورپاڼه / هنر او کلتور / غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟
غزال عنايت

غزال عنايت: يوه مافيايي ډله هڅه کوي چې زه له موسيقۍ او هنره لاس واخلم، ايا زه يې په وړاندې چوپ پاتې شم؟

د هېواد مشهوره سندرغاړې غزال عنايت وايي، چې يوه مافيايي ډله په دې هڅه کې ده چې زه د موسيقۍ او هنره لاس واخلم او مېدان دوى ته پرېږدم.

نوموړي په دې اړه د ټولنيزو رسنيو په انسټاګرام اکاونټ کې يو پوسټ کړى دى، هغې د خپلو عکسونو خپرولو سره دا موضوع له خپلو مينه والو سره شريکه کړې ده او د هغوى نه يوې مشورې غوښتې دي.

غزال عنايت په خپل پوسټ کې ليکي: ((ډېرو ګرانو او قدرمنو ملګرو، هیله لرم چې روغ او جوړ به وئ، نن ورځ غواړم چې له تاسو سره د مشورې او ټولپوښتنې وروسته یوه پرېکړه وکړم، نو له اضافي خبرو تېرېږم او اصل موضوع ته را ګرځم، ډېره موده وشوه چې په دوامداره توګه د یوې ځانګړې ډلې له لورې د دوی د ناوړه او شیطاني کړنو او دسیسو په سبب سخته ځورول کېږم.))

هغه مخکې ليکي: ((دغه مافیایي ډله هڅه کوي چې زموږ د نورو سندرغاړو په څېر پر ما فشار راوړي، ترڅو له موسیقۍ او هنره لاس واخلم او میدان ورته پرېږدم.))

نوموړې په خپل پوسټ کې همدا راز زياتوي: ((ګرانو ملګرو! ستاسې په نظر آیا د تل په څېر یې د بې احترامۍ، سپکاوي او تهمت په وړاندې چوپه پاتې شم، که خپله چوپتیا ماته کړم او د خپل حق او حقوقو دفاع وکړم؟))

غزال عنايت مخکې ليکي: ((زه ستاسو نظریاتو ته درناوی لرم او که چېرته تاسې ماته دا نظر را کړئ چې چوپتیا ماته کړم، نو ځینې هغه مسایل یا موضوعات چې تر اوسه پرې چوپه ومه، په ترتیب به یې څرګند کړم.))

دا هم ولولئ

هندي اداکاران

د کورونا له امله په ۲ اونیو کې د هند ۱۶ هنرمندان مړه شوي

په هند کې د کورونا دویمه څپه له کنټروله وتلې ده، روغتیايي سیسټم يې خلکو …