کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / کیون پیټرسن: د اي پي ایل پرمهال باید نړیوالې لوبې ترسره نه شي

کیون پیټرسن: د اي پي ایل پرمهال باید نړیوالې لوبې ترسره نه شي

د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلي پخواني لوبغاړي کیون پیټرسن ویلي چې د څه مودې راهیسې لوبغاړو لیګ کرکټ ته لومړیتوب ورکړی او د هندوستان د پریمیر لیګ پرمهال باید هیڅ نړیواله لوبه ترسره نه شي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې کیون پیټرسن پخپله ټویټر پاڼه ویلي چې، چې ټول کرکټ بورډونه باید په دې پوه شي چې اي پي ایل یعنې د هندوستان پریمیر لیګ د نړۍ ترټولو غټ ټورنمنټ دی او لوبغاړي دې د نړیوالو لوبو پرځای دې لیګ کې برخه واخلي.

بل لوري ته پاکستاني لوبغاړي شاهد اپریدي بیا نېوکه کړې، چې ولې د نړیوالو پرځای د شل اورېزو تجارتي لیګونه ته ارزښت ورکول او هیله یې ښودلې چې په دې موضوع دې فکر وشي.

یاده دې وي تجارتي لیګونو په ځانګړي توګه د هندوستان تجارتي لیګ په اړه هغه وخت بحثونه راپورته شول کله چې د سویلي افریقا له پاکستان سره د لوبړۍ پرمهال خپلو لوبغاړو ته اجازه ورکړه چې اي پي ایل ته لاړ شي.

باید ووایم چې نن ورځ د افغانستان پر ۶:۳۰ دقیقې د اي پي ایل لومړنۍ لوبه د هند په چینای کې د ممبیي او بېنګلور ترمنځ ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

عبدالرزاق

د پاکستان پخوانی کرکټر عبدالرزاق هم په کورونا اخته شوی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر لوبغاړی عبدالرزاق هم په کورونا ویروس اخته شوی …