کورپاڼه / روغتيا / د حمل پرمهال فشار، پر ماشوم ترڅو کلونو پورې منفي اغېزې کوي

د حمل پرمهال فشار، پر ماشوم ترڅو کلونو پورې منفي اغېزې کوي

د یوې نوې څېړنې له مخې د امیندوارو میرمنو د رواني حالاتو او د جنین پر ودې یې د اوږد مهاله اغېزو ترمنځ اړیکه موندل شوې.

د څېړنې د پایلو له مخې ویل کېږي چې د امیندوارو میرمنو پر رحم د پرېوتونکی منفي فشار د راتلوونکی ماشوم تر څلویښتو کلونو پورې تر اغېزو لاندې راولي. دغه راز دغه فشار پر هلک او انجلۍ په مختلفو ډولونو سره اغېزې کوي.

ویل کېږي چې ذهني فشار هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې د یوې ستونزې په سبب دماغ او بدن احساساتي یا بدني فشار څرګند کړي، خو باید وویل شي چې فشار هم مثبت وي او هم منفي.

مثبت فشار هغه وخت رامنځته کېږي کله چې یو شخص په دې پوه شي چې خپله ستونزه حل کولی شي لکه ورځني کارونه او ددې خبرې ثبوت هم شتون لري چې د ستونزو پر وړاندې مقابله کول پر روغتیا مثبتې اغېزې کوي. خو که چېرته یو کس دا حس کړي چې حالات دده له کنتروله وتي نو دې ډول فشار ته بیا منفي فشار وایي.

له څېړنې څرګنده شوې چې د تولیدي سیستم هر ډول فشار اغېزې کوي او د حمل وده یا نشو ونما تر تاثیر لاندې راولي او دا هم ویل شوي چې د ژوند د بېلابېلو په سبب فشار د ماشوم راتلوونکی ژوند ډېر سخت اغېزمنوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …