کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل لومړۍ لوبه: بېنګلور پچه ګټلې او توپ اچونه کوي
ويراټ کوهلي او روهيت شرما ١

اى پي ايل لومړۍ لوبه: بېنګلور پچه ګټلې او توپ اچونه کوي

د نړۍ ستر تجارتي ليګ اى پي ايل نن په هند کې پيل شو، چې لومړۍ لوبه د دفاعي اتلې ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ په چيناى کې ترسره کېږي.

د لوبې په پيل کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي پچه وګټله او لومړى يې د ممبۍ انډينز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د رايل چېلنجرز بېنګلور ١١ کسيز نوملړ:

ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، رجت پاټيدار، اې بي ډيويليرز (ويکټ ساتونکى)، ګلين ميکسويل، ډينيل کريسچين، واشينګټن سندر، کيلي جېميسون، شهباز احمد، هرشل پټيل، محمد سراج او يوژيندرا چاهل.

د ممبۍ انډينز ١١ کسيز نوملړ:

روهيت شرما (لوبډلمشر)، کريس لين، سوريا کمار يادو، ايشان کشن (ويکټ ساتونکى)، هارديک پانډيا، کيرون پولارډ، کرونال پانډيا، مارکو جانسين، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

د يادولو وړ ده چې تېر کال په ٢٠٢٠ پړاو کې هم ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور دوه لوبې ترسره کړې وې، چې لومړۍ لوبه په سوپر اور کې بېنګلور او دويمه لوبه بيا ممبۍ انډينز ګټلې وه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …