په خوست کې په نننۍ شل اوريزه لوبه کې شرف الدين اشرف او شاهد الله کمال د خپلې ښې توپوهنې پر مټ د غني بابا واټر ډيفينډرز لوبډلې ته بريا ورپه برخه کړه.
دا لوبه چې د کمال خان بند د پرانيستې په وياړ په خوست کې ترسره شوه، د غني بابا واټر ډيفينډرز او کمال خان ډېم ډيويلپرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې په پيل کې د غني بابا واټر ډيفينډرز لوبډلې لوبډلمشر رحمان الله ګربز پچه وګټله او لومړى يې د کمال خان ډېم ډيويلپرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
کمال خان ډېم ډيويلپرز لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې اکرام عليخېل ٣٧، سميع الله شينواري ٢٥ او حشمت الله شهيدي ١٦ منډې وکړې.
د غني بابا واټر ډيفينډرز له خوا حسيب الله لکڼوال ٤، ننګيال او شرف الدين اشرف ٢-٢، يوسف ځاځي او قېس احمد ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.
د ١٣٦ منډو هدف د غني بابا واټر ډيفينډرز لوبډلې په ١٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له خوا شاهد الله کمال ٥٢، شرف الدين اشرف ٥٠ او نجيب الله ځدراڼ ١٩ منډې وکړې.
د کمال خان ډېم ډيويلپرز له خوا سيد احمد شېرزاد ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شرف الدين اشرف ته ورکړل شوه.