کورپاڼه / روغتيا / د شپې بې وخته خوراک مو د سبا ورځې فعالیتونه اغېزمنوي

د شپې بې وخته خوراک مو د سبا ورځې فعالیتونه اغېزمنوي

موږ ټول پخپل مصروف ژوند کې په بې وخته خوراک کولو سره عادت شوي یو، حتی تر دې چې د شپې پرمهال مو هم سر څه ناڅه ايښي او تر معدې یې رسوو، دغه ډول عادت مو نه یوازې دا چې د ورځې پرمهال پر چلند ناوړه اغېزې کوي، بلکې ستاسو وړتیاوې هم کمولی شي.

د شمالي کیرولینا د اسټیټ پوهنتون استاد صوفیا چو او ملګري یې وایي چې دا لومړنۍ څېړنه ده، چې له مخې یې ویل شوي چې خواړه څه ډول زموږ په ورځنیو چارو اغېزې کوي، له دې وړاندې موږ داسې فکر کاوه چې خوب، ورزش او نور عناصر مو پر ژوند اغېزې کوي خو د خوراک په اړه کومه څېړنه نه وه ترسره شوې.

د ارواپږه صوفیا تر مخ دوه پوښتنې وې: په غیر روغتیایې ډول سره خوراک کول زموږ د راتلوونکې ورځې پر فعالیتونو او چلندونو څه اغېزې کوي؟ او ولې داسې کېږي؟

ویل کېږي چې په دې اړه له ۹۷ کسانو څخه یوه کوچنۍ غوندې سروې وشوه او تر لس ورځو پورې یې ترې د ورځې درې ځلې پوښتنې کولې او د هرې ورځې پیل کې به یې خپل بدني او رواني حالات لیکل او بیابه یې د ورځې په پای کې خپل حالات او د شپې له وېده کېدو دمخه به یې د خوراک او څښاک په اړه معلومات یاداشت کول.

له څېړنې معلومه شوه چې هغه کسان چې تر وېده کېدو پورې یې خوراک کاوه، په سبا ورځ له منفي اغېزو سره مخ ول، یعنې د سر درد، د خېټې او نورې رواني یا ذهني ستونزې یې درلودې.

یو په زړه پوری اړخ یې دا و چې دا ډول کسانو په دفتري کارونو کې له نورو سره له مرستې کولو څخه ډډه کوله او دا هم څرګنده شوه، هغه کسان چې په رواني توګه پیاوړي ول په سبا یې پر دفتري کارونو منفي اغېزې کمې وې.

خو د څېړنې یو اړخ بیا دا دی چې بې وخته خوراک کول مو په سبا ورځ پر بدن او دماغو اغېزې کوي. څېړونکو لارښوونه کړې چې ټولې ادارې دې خپلو کارکوونکو ته د خوراک په اړه معلومات ورکړي او له ماښامه وروسته یې د خوراک او څښاک په اړه د پاملرنې حکم کړی دی.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …