کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په شاپرک کې یو بل ډېر خطرناک وایروس موندل شوی خو څه ډول انسان ته انتقالېږي؟

په شاپرک کې یو بل ډېر خطرناک وایروس موندل شوی خو څه ډول انسان ته انتقالېږي؟

د کورونا د وایروس د خورېدو په اړه ویل کېږي چې له شاپرک څخه خور شوی دی، چې ډېر په تېزۍ سره د خورېدو وړتیا لري، خو ددې وایروس په سبب د مړینې کچه یوازې یو څو سلنه ده.

خو اوسمهال په استرالیا کې د دریم ځل لپاره په شاپرک کې داسې وایروس موندل شوی که چېرته انسان پرې اخته شي نو مړینه یې حتمي ګڼل شوې. ویل کېږي که چېرته ددغه وایروس لرونکي شاپرک پر کوم انسان خوله ولګوي یایې لږ غوندې زخمي هم کړي نو له مرګ سره یې مخ کوي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه وایروس (Australian bat lyssavirus) په نوم سره یادېږي او د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۶ کال موندل شوی و، چې تر اوسه پورې په دریو انسانانو کې موندل شوی دی او دغه وایروس له شاپرک څخه د خولې په لګولو یا د زخم په جوړولو سره انتقال شوی او درې واړه مړه شوي دي.

د جنوبي استرالیا د روغتیا ادارې له لوري په یو بیان کې ویل شوي، چې دا دریم ځل دی چې په دې سیمه کې یې په شاپرک کې دغه وایروس موندلی دی.

ډالتر لویس فلیډ وایي که دغه وایروس یوازې د شاپرک له خولې لګولو یا زخم کولو سره انسان ته انتقال مومي او کله یې چې نښې څرګندې شي نو ژغورل یې ناممکن وي.

دا هم ولولئ

سامسنګ به خپل نوی موبایل کله خرڅلاو ته وړاندې کړي؟

د یو بهرني خبري آژانس د ادعا له مخې ویل کېږي چې د ټیکنالوژۍ مشهور …