د مصر په صحرایي (شګلنه) سیمه کې لرغون پېژندونکو د څېړنې پرمهال درې زره کاله پخوانی (ورک شوی طلایي ښار) موندلی دی.
د نړیوال خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي چې، د مصر د جیولوژي تاریخپوه زاهي هواس د مصر د بادشاهانو د مشهورې درې لکسور ته څېرمه په شګو کې د پټ شوي درې کاله پخواني ښار د موندلو ادعا کړې.
ویل کېږي د مصر د لرغون پېژندونکو ډلې د لکسور تر څېړنه په یوه سیمه کې د پخواني ښار آثار لیدلي، چې د مصر د (توتاخ عنک آمون) له قبر وروسته په موندل شوو آثارو کې ترټولو مهمه او تاریخي موندنه ده او په شګلو کې له زرګونو کلونو څخه پټ دغه ښار د (توتاخ عنک آمون) ښار ګڼل شوی.
په دې اړه یو لرغون پیژندونکی بیټسي براین وایي، چې له دې ښاره یې سره زر، د رنګونو لوښي، تصویري خښتې او خاورین شیان ترلاسه کړي او په ټولو شیانو د نهم فرعون آمون هاتپ مهر لګېدلی و.
د مصر د لرغونو آثارو پخواني وزیر هواسي دغه موندنه د وړیا ډکه بریا ګڼلې او ویلي یې دي چې ډېر بهرنیان راغلل او دلته یې کېندنې ترسره کړې خو هیچا د ورک شوي ښار په لټه کې بریا ترلاسه نه کړه.