کورپاڼه / تجارتي ليګونه / هرشل پټېل په وروستي اور کې ٤ لوبغاړي وسوځول، ممبۍ ١٦٠ منډې هدف وټاکه
هرشل پټيل

هرشل پټېل په وروستي اور کې ٤ لوبغاړي وسوځول، ممبۍ ١٦٠ منډې هدف وټاکه

د اى پي ايل په لومړۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور توپ اچونکي هرشل پټېل د لوبې په وروستي اور کې ډېره ښه توپ اچونه وکړه او ٤ ويکټې يې ترلاسه کړې، بلخوا ممبۍ انډينز ١٦٠ منډې هدف وټاکه.

د هند تجارتي ليګ لومړۍ لوبه د ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ په چيناى کې ترسره کېږي، چې لومړى بېنګلور پچه وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.

ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کريس لين ٤٩، سوريا کمار يادو ٣١، ايشان کشن ٢٨ او روهيت شرما ١٩ منډې وکړې.

د رايل چېلنجرز بېنګلور له خوا هرشل پټيل په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې ٢٧ منډې ورکړې او ٥ ويکټې يې واخيستې، همدا راز واشينګټن سندر او کيلي جيميسون هم ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د يادولو وړ ده چې ممبۍ انډينز د ٢٠٢٠ کال د اى پي ايل اتله لوبډله ده، نن به وکتل شي چې ممبۍ په لوبه کې بريا خپلوي او که نه بېنګلور په بريا پيل کوي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او راشد خان

د ای پي ایل ۲۰۲۱ سیالۍ د کورونا له امله وځنډول شوې

د هند کرکټ بورډ د کورونا ویروس پېښو له زیاتېدو وروسته د هند تجارتي لیګ …