موږ ډېر وخت له خپلو مشرانو او شاوخوا خلکو څخه دا خبره اورو چې په ډوډۍ خوړلو پسې یاهم د خوراک پرمهال باید اوبه ونه څښل شي، ځکه چې دغه عادت وزن ډېروي او د هضم مرحله اغېزمنوي.
ځینې روغتیایي کارپوهان وایي چې په ډوډۍ خوړلو پسې سمدستي اوبه څښل د هضم مرحله اغېزمنوي او کله چې د هضم سیستم اغېزمن شي نو د خوړو د هضم پرمهال په خېټه کې ډېر ګیس پیدا کېږي.
دوی زیاتوي زیاتوي کله چې ګیس پیدا شي، نو خېټه وپړسېږي، طبیعت خراب شي او یو بل ډول د دروندوالي احساس رامنځته کوي.
بل لوري ته یوناني طب له پیړیو څخه دا خبره کوي چې له ډوډۍ خوړلو وروسته اوبه څښل هغه بکټریاوې کمزوري کوي، چې د هضم په مرحله کې ګټورې ګڼل کېږي او کله چې دغه بکټریاوې کمزوري شي نو معده د تېزابیت په رامنځته کولو پیل وکړي او تېزابیت د ګڼو نورو ناروغیو په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.
روغتیایي کارپوهان وایي چې له ډوډۍ خوړلو وروسته د یخو یا سړو اوبو له څښلو ضرور ډډه وکړئ، ځکه چې یخې یا سړې اوبه او څښاک لکه کولا او انرژیانې د هضم په مرحله کې ځنډ رامنځته کوي.