کورپاڼه / خپلواک / کالکي نه خلک پوښتي: ستا د ماشوم پلار څوک دى؟
کالکي کويچلين

کالکي نه خلک پوښتي: ستا د ماشوم پلار څوک دى؟

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو ممثله کالکي کويچلين د خپل يار ګاى هرشبرګ د ماشوم مور کېدونکې ده او وخت نا وخت هغه خپل انځورونه په ټولنيزو رسنيو خپروي.

کالکي تراوسه واده نه دى کړى. هغې د هندي وېبپاڼې (پنک ولا) سره په خپله يوه تازه مرکه کې د واده پرته د ماشوم زېږولو د تجربې په اړه او دا چې خلک يې په دغه تړاو څه فکر کوي، خبرې وکړې، خو وايي چې د خلکو رايې ورته هېڅ معنا نه لري.

کالکي کويچلين وايي، چې پرته له واده د ماشوم زېږولو په تړاو ډېرى داسې خلک شته چې هغې ته غلطه ښځه وايي، خو زه دغه خلک شخصي نه پېژنم، نو ځکه د دغه خلکو خبرې ماته هېڅ معنا نه لري او نه هم ورپسې ګرځم.

کالکي وايي، چې د هغې نږدې خلک او د کور په ګاونډ کې پاتې کېدونکي خلک يې په دې پوهېږي چې هغې واده نه دى کړى او ماشوم زېږوي، خو بيا هم دا خلک د هغې ډېر پام ساتي، خو په ټولنيزو رسنيو کې بيا خلک پر هغې ډېرې تبصرې کوي.


په ټولنيزو رسنيو خلک له کالکي نه پوښتي چې (د ماشوم پلار څوک دى او چرته دى؟)، (ته څنګه داسې کولاى شې؟)، (که بلاربه يې نو دومره تنګ کالي ولې اغوندې؟).

په هندي سينما کې کالکي لومړۍ ممثله نه ده چې له واده پرته ماشوم زېږوي، کلونه مخکې فلمي ستورې نينا ګپتا پرته له واده ماشومه وزېږوله او ټول خلک يې حېرانه کړل، د هغې لور مسابا ګپتا اوس د هندي سينما يوه نامتو فېشن ډيزاينره ده.

کالکي کويچلين د رنوير سنګ او عاليه بټ سره په وروستي فلم (ګلي بواى) کې کار کړى و، چې دغه فلم خلکو ډېر خوښ کړ، اوس نوموړې د خپل ماشوم د زېږولو په تمه ناسته ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …