اې بي ډيويليرز په لومړۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لپاره ښه توپوهنه ترسره کړه او په لومړۍ لوبه کې يې د ممبۍ انډينز پر وړاندې بريا ورپه برخه کړه.
د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) لومړۍ لوبه نن د ممبۍ انډينز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې بېنګلور پچه وګټله او ممبۍ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
ممبۍ انډينز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کريس لين ٤٩، سوريا کمار يادو ٣١ او ايشان کشن ٢٨ منډې وکړې.
د رايل چېلنجرز بېنګلور له خوا هرشل پټيل ډېره ښه توپ اچونه ترسره کړه چې پنځه لوبغاړي يې وسوځول.
د ١٦٠ منډو هدف د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په لومړۍ لوبه کې يې د ٢ ويکټو په توپير بريا خپله کړه.
د دوى له خوا اې بي ډيويليرز ٤٨، ګلين ميکسويل ٣٩ او ويراټ کوهلي ٣٣ منډې وکړې.
د ممبۍ انډينز له لوري بيا جسپريت بومرا او مارکو جانسين ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
د يادولو وړ ده چې د اى پي ايل دويمه لوبه به سبا د چيناى سوپر کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ ترسره شي، چې د افغانستان په وخت به ٦:٣٠ بجې پيل شي.