کورپاڼه / اسلام / هغه کړنې چې عملونه مو ضایع کوي

هغه کړنې چې عملونه مو ضایع کوي

کفر: الله تعالی فرمایي: ((وَمَن يَكْفُرْ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ)) ژباړه: هغه څوک چې له ایمان څخه انکار وکړي، نو یقیناً چې عملونه یې برباد شول او د آخرت په ورځ به له تاوان کوونکو څخه وي.

شرک: شرم دومره لویه ګناه چې الله تعالی د اتلس نبیانو له ذکر کولو وروسته فرمایي: ((وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُم مَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ)) ژباړه: که چېرته دوی هم شرک وکړي نو یقیناً چې عملونه به یې ضایع شي.

ارتداد یا له دینه مخ اړول: الله تعالی فرمایي: ((وَمَن يَرْتَدِدْ مِنكُمْ عَن دِينِهِ فَيَمُتْ وَهُوَ كَافِرٌ فَأُولَٰئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ)) ژباړه: او که تاسو کې چا له خپل دین څخه مخ واړوو او د کفر په حالت کې مړ شو، دا هغه خلک دي چې په دنیا او اخرت به یې عملونه ضایع شي، دوی دوزخیان دی او تل به په دوزخ کې وي.

د الله تعالی د آیتونو او په آخرت کې د لېدنې دروغ ګڼل: الله تعالی فرمایي: ((وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)) ژباړه: چا چې زموږ آیتونو او د آخرت په ورځ لېدنه دروغ وګڼله، عملونه به یې برباد شی او دوی ته به د دوی د کړنو بدله ورکړل شي.

د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم نافرماني: الله تعالی فرمایي: ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَلَا تُبْطِلُوا أَعْمَالَكُمْ)) ژباړه: ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت وکړئ او د نافرمانۍ په کولو خپل عملونه مه بربادوئ.

دا هم ولولئ

آیا له ستونزو سره مخ یئ؟ سورت الرحمن وظیفه وګرځوئ

که له یوې خوا د کورونا وبا انساني ژوند دومره اغېزمن کړی، چې په سبب …