د اندونیزیا یو اوسیدونکی د انټرنیټ د لوی شرکت د اپلیکیشن (ګوګل میپ) په سبب بلې ښځې سره د واده کولو لپاره غلط ځای ته تللی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د اندونیزیا یو اوسیدونکی د خپل واده د مراسمو لپاره له خپل کوره راووت او د ځای د معلومولو لپاره یې له ګوګل میپ څخه مرسته وغوښته.
د ګوګل په مرسته یې ټولې لارې له پښو وویستې او د خپلې سره هغه ځای ته ورسېدل چې له مخه ورته میلمانه راغلي ول او تصادفاً د ورا په تمه ول. کله چې زوم ور ورسید نو په دودیز ډول یې ښه په مستۍ ښه راغلاست وشو.
کیسه هغه وخت خرابه شوه کله چې زوم او کورنۍ یې په دې پوه شول، چې دې ځای کې واده نه دی بلکې د کوژدې مراسم دی او د انجلۍ نوم الفا دی.
الفا وایي کله چې زوم کور ته ور داخل شو، دوی په تیارۍ بوخت و او د ورا د نوم په اورېدو یې سر هم تاو شو. نوموړې وایي چې کورنۍ یې د هلک په ډېر ښه ډول ښه راغلاست ووایه او دواړو کورنیو سره ډالۍ هم ورکړې.
View this post on Instagram
کله چې د هلک کورنۍ پوه شوه چې ستونزه شته نو له نورو میلمنو سره یې پېژندګلوي وکړه او معلومه شوه چې دوی غلط ځای ته ورا راوړې ده.
وروسته له دې وراباڼو د خپلې غلطۍ بخښنه وغوښته او له هغه ځای خپل اصلي ځای ته روان شول، په حیرانوونکې توګه دواړه مراسمو په یوه ورځ او په یو کلي کې ترسره شول.