کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د پاکستان مخکښ پښتون کرکټر فخر زمان ٣١ کلن شو
فخر زمان

د پاکستان مخکښ پښتون کرکټر فخر زمان ٣١ کلن شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ پيليز توپوهونکى فخر زمان نن خپله ٣١مه کليزه لمانځي، نوموړى د خېبر پښتونخوا د کاټلنګ اوسېدونکى دى.

دې پښتون لوبغاړي په دې وروستيو کې د سويلي افريقا پر وړاندې په ٢ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې پرلپسې سليزې ووهلې، نوموړى همدا راز لومړنى پاکستانى دى چې په نړيوالو يو ورځنيو پنځوس لوبو کې يې تر نورو پاکستاني لوبغاړو زياتې ويکټې ترلاسه کړي دي.

فخر زمان په ١٩٩٠ کال کې د اپريل په ١٠مه نېټه د خېبر پښتونخوا په مردان کې زېږېدلى دى، هغه په ٢٠١٧ کال کې د پاکستان لپاره لومړۍ لوبه ترسره کړې وه او له هماغه وخت راهيسې ورځ تر بلې په پرمختګ روان دى.

نوموړى دويم توپوهونکى دى چې په لوبه کې د ماتې خوړلو پرته يې هم ١٩٣ منډې په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې کړې دي، همدا راز لومړنى توپوهونکى دى چې په دويمه پاڼۍ کې يې ١٩٣ منډې ترلاسه کړې دي.

په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې لومړى توپوهونکى دى چې چټکې ١٠٠٠ منډې يې په ١٨ لوبو کې پوره کړې دي، همدا راز په نړيوالو يو ورځنيو لوبو په يوه لوبه کې د ٢٤ څلوريزو په وهلو سره په دې برخه کې څلورم دى او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د ١٢ څلوريزو په وهلو سره په ١٠م کې دى.

د نړيوالو شل اوريزو لوبو نهم توپوهونکى دى چې په يو کال کې يې زياتې ٥٧٦ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

نور احمد لکڼوال

د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال نن ١٦مه کليزه لمانځي

د افغانستان کم عمره لوبغاړى نور احمد لکڼوال، چې تراوسه په ملي لوبډله کې نه …