کورپاڼه / هنر او کلتور / جایا بچن د امیتاب بچن او ریکا د مینې د اړیکې په اړه چوپتیا ماته کړه

جایا بچن د امیتاب بچن او ریکا د مینې د اړیکې په اړه چوپتیا ماته کړه

د هندي فلمونو د مشهور او افسانوي اداکار میرمنې جایا بچن ویلي چې، د امیتاب بچن او ریکا مسئله یې هیڅکله جدي نه ده ګڼلې، که یې داسې کړي وای نو ژوند به یې جهنم ګرځېدلی وای.

جایا بچن د یوې پخوانۍ مرکې پرمهال د مشهورې اداکارې او امیتاب بچن ترمنځ د مینې د اړیکو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، موږ چې په کوم مسلک کې قرار لرو، دلته هیڅ هم دومره آسانه نه وي، نو پکار ده چې د جنون تر حده دې څوک لېونتوب ونه کړي.

نوموړې زیاتوي، چې دی دا موضوع امیتاب بچن ته پرېږدي، ځکه چې دی پرې باور لري او دا هم وایي چې له یو ښه انسان سره یې واده کړی او کورنۍ یې په ثبات باور لري.

جایا بچن د خپلې مرکې پرمهال وایي چې، موږ انسانان یو که چېرته په منفي خبرو غبرګون څرګندوو نو پر مثبتو یې هم غبرګون ښیو.

نوموړې زیاتوي چې رسنۍ هڅه کوي چې امیتاب بچن له له فلمي ستورو سره وتړي، خو تر اوسه یې دا خبرې جدي نه دي ګڼلي او که چېرته یې جدي وګڼي نو ژوند به یې جهنم وګرځي.

دا هم ولولئ

اریانا سعید

اریانا سعید: حیض یا میاشتینۍ ناروغي باید شرم ونه ګڼل شي

د هېواد مشهوره سندرغاړې او د ښځينه حقونو مدافع اریانا سعید د ښځو د میاشتینۍ …