کورپاڼه / روغتيا / هغه کپسول چې په وینه کې د شکر په ډېرېدو له ځانه انسولین خارجوي

هغه کپسول چې په وینه کې د شکر په ډېرېدو له ځانه انسولین خارجوي

ممکن هغه ورځ لېرې نه وي چې د انسولینو له وهلو یا لګولو څخه وژغورل شو، ځکه چې په تجربوي توګه یو ډول داسې ګولۍ جوړې شوي، چې په وینه کې د ګلوکوزو په ډېرېدو سره له ځانه انسولین خارجوي.

ویل کېږي په ابوظهبۍ کې د نیویارک پوهنتون داسې کپسول جوړ کړي، چې د خېټې په تېزابي چاپیریال کې روغ پاتې کېږي او د اړتیا پرمهال په وینه کې انسولین خارجوي او دغه ګولۍ خوړل کېږي او د هضم له نلونو تېرېږي او معده کې له ویلي کېدو څخه خوندي پاتې کېږي.

اوسمهال په میلونونو خلک ددې لپاره چې په وینه کې یې د شکر کچه برابره وي، د انسولین ستن یا پیچکاري کوي، چې ځورونکي کار یې ګڼلی شو او په همدې سبب ډېری کسان ترې وېره هم لري.

که څه هم په تجربوي ډول کپسول جوړ شوي خو دغه کار دومره آسانه هم نه دی، ځکه چې د انسولینو مالیکول ډېر حساس وي او خېټې ته په رسېدو خپل اغېز له لاسه ورکوي، نو ځکه خو ددې اړتیا وه چې انسولین دې په سم ډول بسته شي ترڅو له کولمو څخه په تېرېدو هم سلامت پاتې شي.

دغه ډول کپسولږ ته یې د (این سي او ایف) نوم ورکړی، چې په وینه کې د شکر اندازه معلوموي، یعنې دغه عمل یې ډېر آسانه ده، د ګلوکوزو مالیکولونه دومره کوچني وي، چې این سي او ایف یې راټولوي او بیا داسې وخت هم راځي چې په وینه کې د شکر اندازه ډېرېږي او د کپسول دننه کوچنیو ذرو باندې فشار راځي او په طبیعي ډول پرانیستل کېږي او کله چې په وینه کې د ګلوکوزو کچه برابره شي، نو د انسولین خارجېدنه هم ودرېږي.

ویل کېږي کله چې پر ناروغو موږکانو تجربې ترسره شوې نو دوه ساعته وروسته یې د وینې ګلوکوز برابر شول.که څه هم له دې وړاندې د شکر لپاره نور درمل جوړ شوی ول خو دغه درمل د نورو په پرتله اغېزمن دي، خو لا تر اوسه پر انسان نه دي تجربه شوي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …