کورپاڼه / جالب / یو خاوند د خپلې ښځې لخوا هغه وخت سره له ثبوته ونیول شو، چې د کور خواړه یې خرڅول

یو خاوند د خپلې ښځې لخوا هغه وخت سره له ثبوته ونیول شو، چې د کور خواړه یې خرڅول

په انګلستان کې یوې ښځې خپل خاوند په داسې حال کې سره له ثبوته ګیر کړ یا ونیو، چې کورني خواړه به یې خرڅول او پرځای به یې آسانه بازاري خواړه اخیستل.

د انګستان د (دی مرر) ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې یوې ښځې د غرمې لپاره خپل خاوند ته ډوډۍ تیاروله ترڅو په دفتر کې یې وخوري، خو خاوند یې له کور څخه په وتو کورني خواړه خرڅول او پرځای ارزان بیه بازاري خواړه اخیستل.

دغه ښځه وایي چې دې هره ورځې د خپل خاوند لپاره په کور کې خواړه تیارول، ترڅو خاوند یې ناروغ او پیسې یې ضایع نه شي او د کور روپۍ پوره کړي.

دی وایي چې خاوند هره ورځ له کوره دباندې خواړه خوړل چې دوه پونډه اضافي مصرف راتله او پرېکړه یې کړې وه چې تر هغې به بې ځایه خرچه نه کوي ترڅو د کور روپۍ نه وي پوره شوي، نو غرمې ډوډۍ به یې له کوره وړله.

دی زیاتوي چې کله به مې ترې د خوړو پوښتنه وکړه نو ځواب به یې نه راکوو او دا خبره هغه وخت رسوا شوه، کله یې چې د خاوند یو ملګری کور ته راغی او و یې ویل چې خاوند یې کورني خواړه خرڅوي او بازاري خواړه ځانته راغواړي. کله چې ښځه پوه شوه او له خاوند یې پوښتنه وکړه، نو خاوند یې انکار وکړ، خو اوس یې منلې او ویلي یې دي چې له لومړیو وختونو دغه ډول کار کوي.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …