کورپاڼه / روغتيا / د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره د لمر وړانګې څومره ګټورې وي؟

د نوو زېږېدلو ماشومانو لپاره د لمر وړانګې څومره ګټورې وي؟

د لمر وړانګې زموږ د روغتیا لپاره ډېرې زیاتې ګټې لري او پر ځمکه د ژوند د لمر په وړانګو کې نغښتی، که چېرته د لمر وړانګې نه وای نو انساني ژوند به هم نه وای. د لمر وړانګې د کوچنیانو او لویانو لپاره یو ډول ګټې لري، خو پوښتنه داده چې نوو زېږېدلو ماشومانو ته د لمر وړانګې څومره ګټورې وي؟

ویل کېږي چې د لمر له وړانګو ماشومان ویټامین ډي ترلاسه کوي، خو هغه ویټامین ډي زموږ د بدن لپاره کافي نه ګڼل کېږي په ځانګړي توګه په هغه هیوادونو کې چې ډېری وخت ور پکې آسمان وریځ وي.

ویټانین په بدن کې د کلسیم او فاسفیټ په جذبولو کې مرستندویه وي، که چېرته له لمر څخه په پوره اندازه ویټامین ډي ترلاسه نه شي نو پکار ده چې ویټامین ډي لرونکي خواړه استعمال شي، په ځانګړي توګه هغه وخت چې ماشوم سم نه شي ګرځېدلی یاهم غاښونه یې نه وي راختلي.

د لمر وړانګې ماشوم د ساه لنډۍ له ناروغۍ څخه ساتي ځکه چې د چاپیریال هوا پاکوي او د ماشوم دفاعي سیستم پیاوړی کوي، دغه راز د لمر وړانګې نوو زېږېدلو ماشومانو ته تودوخه ورکوي او د ګوتو میکروبونه یې ختموي.

کوم وخت د لمر وړانګې ډېرې ګټور وي؟

ددې لپاره چې ماشومان د لمر وړانګو ته واچوو د سهار له لمر راختلو وروسته تر غرمې پورې یې ښه وخت وي، خو ماشوم باید د لمر وړانګو ته همداسې وا نه چول شي، ځکه ممکن د لمر وړانګې یې تنګ کړي، نو په همدې سبب ویلی شو چې د سهار وخت ترټولو ښه وخت دی او د مازیګر له لمر لویدو څخه دوه ساعته دمخه هم بد وخت نه دی، خو باید بیا یادونه وکم چې په خاورو او دوړو کې ماشومان لمر ته مه اچوئ ځکه چې ماشوم د سینې او سترګو په حساسیت اخته کوي.

څو احتیاطي تدابیر:

له یوولسو تر دریو بجو پورې ماشوم د لمر وړانګو ته مه اچوئ. د پوستکي حساسیت په سبب ماشوم باید همداسې لمر ته وا نه چول شي، خو که چېرته واچول شي نو د ساه لنډۍ امکان یې هم ډېرېږي او له شپږ میاشتنۍ څخه دمخه یې هم لمر ته اچول ښه نه وي.

دا هم ولولئ

په دې کورنۍ طریقې سره د معدې د تېزابیت درملنه وکړئ

د روژې په مبارکه میاشت کې په عام ډول سره ګڼ شمېر خلک د معدې …