کورپاڼه / خپلواک / نور غواړم مصالحه فلمونو کې کار وکړم
بهومي پډنيکر

نور غواړم مصالحه فلمونو کې کار وکړم

خپلواک وېبپاڼه (١ نومبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو ستورې بهومي پډنيکر وايي، چې د ښو کيسو او ښو موادو ډېرو فلمونو کې يې کار وکړ، اوس غواړي چې د هندي سينما په روايتي فلمونو کې چې (مصالحه فلمونه) هم ورته ويل کېږي، کار وکړم.

بهومي پډنيکر د (ټوايلټ ايک پريم کتها، شوب منګل ساودهان او سانډ کي انک) په څېر فلمونو کې کار کړى دى، خو په خپله تازه مرکه کې هغې ويلي دي، چې اوس غواړي د هندي سينما په مصالحه فلمونو کې کار وکړي.بهومي پډنيکر ١

بهومي پډنيکر په ٢٠١٥ کې له ايوشمان کهرانه سره په لومړي ځل په (دم لګا کى هايشا) فلم کې کار وکړ، خو هغه وايي چې په داسې مصالحه فلمونو کې کار کول غواړي، چې ښه کيسه هم ولري.

نوموړې همدا راز زياتوي، چې خلک درې ساعته په سينما هال کې تېروي، نو هغوى حق لري چې پوره تفريح وکړي او دغه تفريح هغوى يوازې له مصالحه فلمونو ترلاسه کولاى شي.

ويل کېږي داسې چې بهومي له هغه فلمونو، چې کيسه يې تر هر څه مهمه وي، نوره تنګه شوې ده او اوس غواړي چې د سلمان خان په لاره روانه شي.

د نوموړې نوى فلم (پتي پتني اور وه) به ډېر ژر نندارې ته وړاندې شي، چې په دغه فلم کې يې له اننيا پانډى او کارتک آرين سره کار کړى دى، ويل کېږي چې دا يو مصالحه فلم دى.پتي پتني اور وه

د مصالحه فلمونو اصطلاح په هندي سينما کې د هغه فلمونو لپاره کارول کېږي، چې ډېرې مستې سندرې او نڅاوې ولري، جنګي صحنې ولري، دغه ډول فلمونه د هندي سينما روايتي فلمونه دي، چې د فلم اتل پکې له بدمعاش سره جنګېږي او په وروستيو کې بريالى کېږي.

د يادولو ده چې بهومي پډنيکر په خپل لومړي فلم کې د يوې داسې چاقې نجلۍ رول لوبولى و، چې له هلک سره يې واده وشي خو د هلک نه وي خوښه، ځکه هغه ډېره چاقه وي، خو هغه له خپل خاوند سره دومره مينه کوي، چې وروسته يې پرې خاوند هم ميين شي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …