کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ ترټولو کوچنی کیلي لرونکی چارجر خرڅلاو ته وړاندې شوی

د نړۍ ترټولو کوچنی کیلي لرونکی چارجر خرڅلاو ته وړاندې شوی

ځیرک موبایلونو زموږ د ورځني ژوند یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، خو په هر ځای کې پر دېوال پلګونه نه وي، چې اوسمهال ددې ستونزې د حل لپاره کوچني میخانیکي چارجرې جوړې شوي، چې په ځنځیر پورې تړل کېدای یاهم په جیب کې ځاییدلی شي.

دا کوچنی غوندې چارجر په انساني قوت یا ځواک سره چلېږي، بس یوازې کیلۍ ور پکې تاو کړئ او میخانکي انرژي په برښنایي انرژۍ بدله کړئ او په همدې ډول موبایل چارج کړئ.

دا چارجر په ځانګړي توګه د هغه کسانو لپاره جوړ شوی، چې لېرو پرتو سیمو ته د کوم کار په موخه تللي وي یاهم جیولوجیستان وي یاهم د ځنګلي حیواناتو څېړنې ترسره کوي.

دغه راز دغه چارجر هر وخت ترلاسه کېږي او په آزاد ډول شیان چارجوي او په همدې ډول زنګ وهل، میسج لېږل یاهم خپلو ملګرو ته خپل شتون څرګندول، دغه ټولې ستونزې حلوي.

ویل کېږي چې دغه چارجر له سلو څخه تر دیرش ایم ای پورې برښنا ورکوي، خو څېړونکو بیا وایي چې په دومره برښنا سره څه ناڅه خو ضرور ضایع کېږي او د چارجر نوم یې (ناو) ایښی او د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۵ نیټه جوړ شوی و.

دغه چارجر ته په بېړنیو حالاتو د چارجولو آله ویل شوې، که چېرته موبایل په بشپړ ډول بند وي نو په یوازې څو دقیقو کې بېرته چارجېږي او دغه چارجر تر اوسه د نړۍ کوچنی چارجر ګڼل کېږي او قیمت یې څلور دیرش یورو ټاکل شوی دی.

دا هم ولولئ

سامسنګ به خپل نوی موبایل کله خرڅلاو ته وړاندې کړي؟

د یو بهرني خبري آژانس د ادعا له مخې ویل کېږي چې د ټیکنالوژۍ مشهور …