کورپاڼه / روغتيا / په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

په ماشومتوب کې ښه خواړه او ورزش کول، په ځوانۍ کې د ښې ذهني روغتیا سبب کېږي

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته ماشومان له ورزش او مناسبو خوړو څخه کار واخلي، نو دماغي یا ذهني وده یې ښه والی مومي، خو ګټې یې په ځوانۍ کې څرګندېږي او د ژور خپګان او ذهني فشار خطر کموي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ژوند په لومړیو وختونو کې هغه اغېزې چې د ورزش په سبب د انسان پر روغتیا پرېوځي ذهني او ژور خپګان یې په سر کې ځای لري.

په ماشومتوب کې د ورزش په کولو سره د ماشوم د دماغو حجم ډېرېږي، عضلې یې پیاوړې کېږي، بل لوري ته که چېرته په دې وختونو کې ماشومانو ته خواږه شیان یا د چرګ غوښه ورکړل شي نو په ټول ژوند کې یې عادت ګرځي.

ویل کېږي چې په دې اړه یې پر موږکانو اوږدې څېړنې ترسره کړي او معلومه کړې یې ده چې هغه موږکان چې ډېر خواږه او غوړ شیان یې خوړلي ول د کولمو بکتریا یې بدلون موندلی و او په همدې یې اغېزې تر ځوانۍ پورې وې.

دغه څېړنه د کورونا د وایروس په تناظر کې ځکه مهم دی چې په ټوله نړۍ ماشومان تر کوره پورې محدود پاتې شوي او ساینسپوهانو ټینګار کړی چې ماشومان دې په کور کې ورزش وکړي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …