د بالیووډ بېباکې اداکارې یا هنرمندې سني لیون د واده په لسمه کلیزه د خپل خاوند په نوم له مینې ډک پیغام خپور کړی او هغه یې خپل رښتینی اتل ګڼلی دی.
سني لیون په ټولنیزه رسنۍ انستاګرام له خپل خاوند ډینیل ویبر سره یو عکس خپور کړی او ترڅنګ یې لیکلي یې دي چې د لومړنۍ مینې لسمه کلیزه دې راته ډېره مبارکه وي.
نوموړې پخپل پوسټ کې دا هم لیکلي چې دی تل دعا کوي چې تر مرګه دې له ډینیل سره یوځای وي، سني لیون مخکې لیکي چې ډینیل یې د پیاوړتیا سبب او رښتینی اتل دی.
View this post on Instagram
یاده دې وي چې سني لیون روانه میاشت په ممبي کې د یو سلو شپېتو میلونو پر قیمت پخپل اصلي نوم له کرن جیت کور وهرا څخه واخیست.
بل لوري ته سني لیون پر ټولنیزو رسنیو هم ډېره فعاله وي، چې څه موده وړاندې یې د فوټبال یوه ویډیو هم خپره کړې وه، چې نوموړې ور پکې په دودیزه بڼه دغه لوبه نه ترسره کوله، بلکې د پښو او اوږو په مرسته یې توپ واهه او خپل هنر یې ښوده.