کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / آیا ستاسې فیسبوک خو به نه وي هیک شوی؟ داسې یې معلوم کړئ

آیا ستاسې فیسبوک خو به نه وي هیک شوی؟ داسې یې معلوم کړئ

د فیسبوک ډېری کاروونکي اکثره وخت په دې فکر کې وي، چې فیسبوک خو به یې هیک شوی یاهم معلوماتو خو به یې پر انترنیټ نه وي خپاره شوي

که چېرته تاسې هم اندیښمن یئ، نو یو خبر درته لرو او هغه دا چې تاسې اوس معلومولی شئ چې شخصي معلومات خو به مو پر انترنیټ نه وي خپاره شوي.

د بي بي د راپورونو له مخې ویل کېږي چې په دې وروستیو کې له پنځه سوه میلونو څخه د ډېرو کسانو شخصي معلومات لکه د موبایل نمبر، د کور ادرس، نوم او نور هیک شوي او پر انترنیټ خپاره شوي دي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د فیسبوک کاروونکي د (Have I Been Pwned) انلاین وسیلې په استعمالولو سره معلومولی شي چې نمبر یا نور شخصي معلومات خو به یې په انترنیټ نه وي خپاره شوي.

یاده دې وي چې فیسبوک له ډېره وخته د شخصي معلومات د خوندیتوب په اړه له ستونزو سره مخ دی.

دا هم ولولئ

سامسنګ به خپل نوی موبایل کله خرڅلاو ته وړاندې کړي؟

د یو بهرني خبري آژانس د ادعا له مخې ویل کېږي چې د ټیکنالوژۍ مشهور …