کورپاڼه / جالب / په هند کې د کلیم الله خان په نوم یو سړي د آم په یوه ونه کې درې سوه ډوله آمونه کرلي

په هند کې د کلیم الله خان په نوم یو سړي د آم په یوه ونه کې درې سوه ډوله آمونه کرلي

د هندوستان په ملیح آباد سیمه کې د حاجي کلیم الله خان په نوم یو شخص چې یو اتیا کاله عمر لري د آمونو سړي په نوم یادېږي او دا ځکه د آمونو د سړي په نوم یادېږي، چې نوموړي د آمونو په یوه ونه درې سوه ډوله بېلابېل آمونه کرلي او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړی.

ویل کېږي حاجي کلیم الله خان په ذکر شوې کارنامه په ۲۰۰۸ کال د هندوستان د حکومت له لورې جایزه هم ترلاسه کړې وه. نوموړی وایي په ۱۹۵۷ کال کله چې اوولس کلن و نو د اوه ډوله بېلابېلو آمونو یوه ونه یې کرلې وه او په اووم ټولګي کې له ناکامېدو وروسته یې بڼوالۍ ته مخ کړې ده، خو له بدیخته چې هغه ونه ترې سیلاب یوړه.

کلیم الله خان له دیرش کلنې تجربې وروسته په ۱۹۸۷ کال خپل نیمګړی پلان بیا راونیو او د بشپړولو هڅه یې پیل کړه او یوه داسې ونه یې انتخاب کړه چې سل کاله پخوانۍ او غټه وه.

نوموړي د مختلفو آمونو له ونو ښاخونه پرې کړل او قلمونه یې ددې سل کلنې ونې پر ښاخونو ولګول او هره میاشت به یې یو نوی ډول قلم ور زیاتوو او په پنځویشت کلونو کې یې له درې سوو څخه د زیاتو ډولونو آمونو حاصل وکړ او د هندوستان په (لمکا بوک اف ریکارډز) کې یې نوم ثبت شو.

دغه ونه اوسمهال دومره غټه شوې چې تر لاندې یې پنځلس کسان په ښه ډول سره میله جوړولس شي او کلیم الله خان چې د آمونو په کرلو کې ځانګړی مهارت لري د آمونو سړی لقب ورکړل شوی.

خو ځینې کسان په کلیم الله خان نېوکه کوي او وایي چې دغه کار یې یوازې ځان ښودنه او نور هیڅ ګټه نه کوي، خو ځینې بیا دا خبره ردوي او وایي چې هر شی باید د پیسو په تله ونه تلل شي.

دا هم ولولئ

هغه سل کلن ساعت چې د یوې زلزلې په سبب له کاره لوېدلې، اوس په بله زلزله کې پخپله جوړ شو

له جاپان څخه د یوه په زړه پوري خبر له مخې ویل کېږي چې یو …