کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: د نارینه وو په پرتله د ښځینه وو درد تر ډېره جدي نه نېول کېږي

څېړنه: د نارینه وو په پرتله د ښځینه وو درد تر ډېره جدي نه نېول کېږي

د یوې نوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د نارینه وو ناروغانو په پرتله د ښځینه ناروغانو درد تر ډېره جدي نه نېول کېږي.

د ناروغیو د شرایطو په پام کې د نېولو سره ویل کېږي چې د نارینه او ښځینه جنسیت ته په کتو پام یې د درملنې په اړه د میرمنو چلند له نارینه وو سره توپیر لري.

څېړونکي وایي کله چې نارینه او ښځینه په یو ډول درد اخته شي، نو ښځې خپل درد په شدت سره څرګندوي او ډېر امکان دې ولري چې په رواني درملنه کې ورته ګټور تمام شي.

له څېړنې څخه دغه پایله ترلاسه کېږي چې په ناروغانو کې د جنسیت له مخې توپیر د هغوی په درملنه کې نابرابري او توپیرونه څرګندوي.

دغه څېړنه د (پین) په ژورنال کې خپره شوې او الزیبت لوسین لخوا لیکل شوې ده. نوموړی لیکي چې د جنسیت له مخې د درد ارزول، په داسې حال کې چې نارینه او ښځینه یو ډول درد څرګندوي، خو بیاهم د ښځینه وو ناروغانو درد کم ګڼل کېږي، یو ډول تعصب دی او په درملنه کې نابرابري رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

نوې څېړنه: ټیکنالوژي د انسان پر ذهنې روغتیا ناوړه اغېزې نه کوي

د یوې څېړنې له مخې چې پر دري څلویښت زره ځوانانو باندې ترسره شوه، ترې …