سویلي افریقا په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه.
دغه لوبه چې د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې روانه ده، د سویلي افریقا لوبډلې د پچې په ګټلو سره په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې.
د سویلي افریقا د لوبډلې په پاڼې کې دوه په زړه پورې نیمه سلیزې هم شاملې وې، چې ایډن مارکرم د اتو څلورېزو او یوې شپږېزې پر مټ ۵۱ منډې جوړې کړې او لوبډلمشر هینرک کلاسن بیا د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو پرمټ پوره پنځوس منډې ترسره کړې.
د پاکستان له لورې په توپ اچونه کې محمد نواز او حسن علي دوه ـ دوه او شاهین اپریدي او حارث رؤف بیا یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.
یاده دې وي چې دغه شل اوریزه لوبه د دواړو هیوادونو ترمنځ د شل اوریز لوبلړۍ لومړۍ لوبه ده، چې ټولې به څلور لوبې ترسره کړي.