په شل اوریزه کرکټ لوبو کې بابر اعظم د هغه لوبغاړو په نوملړ کې دویم ځای خپل کړ، چې په تېزۍ سره یې ۶۰۰۰ منډې جوړ کړي.
بابر اعظم په شل اوریزو لوبو کې د ۶۰۰۰ منډو د بشپړولو هدف د سویلي افریقا پر وړاندې د یوې منډې په اخیستلو سره پوره کړ.
په شل اوریزو کې په تېزۍ سره د ۶۰۰۰ منډو د جوړونکو په نوملړ کې د ویسټ انډیز لوبډلې مشهور توپ وهونکی کریس ګیل په لومړي مقام ځای لري.
بل لوري ته استرالیایي توپ وهونکی شان مارش دغه کارنامه په ۱۸۰، د هندي لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په ۱۸۴ او استرالیایي لوبغاړي ارون فینچ په ۱۹۰ پاڼو کې ترسره کړې.
6000 T20 runs for @babarazam258 – only @henrygayle has reached the mark in fewer innings! 💪 #SAvPAK
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) April 10, 2021
باید ووایم چې په تېزۍ سره د ۶۰۰۰ منډو جوړولو ریکارډ له ګریس ګیل سره دی، چې په ۱۶۲ پاڼو کې یې ۶۰۰۰ منډې پوره کړې دي.
یاده دې وي بابر اعظم نن ورځ د سویلي افریقا په وړاندې په څوارلسو توپونو څوارلس منډې ترسره کړې او له میدانه بهر شو.