کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ای پي ایل: چینای سوپر کینګ، ډیلي کپیټلز لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه

ای پي ایل: چینای سوپر کینګ، ډیلي کپیټلز لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف وټاکه

د اى پي ايل په دویمه لوبه کې چینای سوپر کینګ لوبډلې ډیلي کپیټلز لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۷ منډې هدف وټاکه.

د هند تجارتي ليګ دویمه لوبه د چینای سوپر کینګ او ډیلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ په ممبیي کې ترسره کېږي، چې کپیټلز پچه وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.

چینای سوپر کینګ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ١۸۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې سوریش رینا ۵۴، معین علي ۳۶، سام کرن ۳۴ او جدیجا ۲۶ منډې وکړې.

د ډیلي کپیټلز له لورې کریس ووکس او آویش خان دوه ـ دوه او رویچندران اشوین او ټام کرن بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیسته.

د يادولو وړ ده نن مهیندر سنګ ډوني له ډېرې مودې وروسته بېرته کرکټ ته راستون شو او د چینای سوپر کینګ لوبډلې کپتاني کوي، خو په توپ وهنه کې ونه ځلید او په دوو توپونو په لوبولو یې کومه منډه ترسره نه کړه.

دا هم ولولئ

ای پي ایل او هند کرکټ بورډ

که ای پي ایل لغوه شي، هند به دوه نیم زره کروړه روپۍ تاواني شي

د هند کرکټ بورډ (بي سي سي ای) یو غړي ويلي دي، که چېرته هند …