کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان: د سبانۍ لوبې لپاره پوره چمتو يو
راشد خان

راشد خان: د سبانۍ لوبې لپاره پوره چمتو يو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې اوسمهال د هند په چيناى ښار کې دى او سبا به په اى پي ايل کې لومړۍ لوبه ترسره کړي.

نوموړي نن د تمريناتو تازه عکسونه هم په انسټاګرام کې خپاره کړي دي او وايي، چې د سبانۍ لوبې لپاره دوى پوره چمتو دي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Rashid Khan (@rashid.khan19)


راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، چې سبا سنرايزرز حېدراباد د کلکته نايټ رايډرز لوبډلې سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.

راشد خان چې په انسټاګرام کې يې خپل تازه عکسونه خپاره کړي دي، تراوسه پورې ١٥٢ زره کسانو يې دا عکسونه خوښ کړي دي او تر زرو زياتو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) چې پرون پيل شوى دى، په لومړۍ لوبه کې رايل چېلنجرز بېنګلور د ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړه او نن بيا د چيناى سوپر کنګز او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ دريمه لوبه ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز

سویلي افریقا، اسټرالیا او پاکستان د ویسټ انډیز سفر کوي

په روان کال ۲۰۲۱ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ډېرو لوبډلو کوربه …