کورپاڼه / کرکټ / پاکستان په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتي ورکړه

پاکستان په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې سویلي افریقا ته ماتي ورکړه

پاکستان په لومړنۍ شل اوریزه لوبه کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې ته په څلورو ویکټو او یو توپ سره ماتي ورکړه.

دغه لوبه چې د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې ترسره شوه، چې سویلي افریقا لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا د لوبډلې له لورې ایډن مارکرم د اتو څلورېزو او یوې شپږېزې پر مټ ۵۱ منډې او لوبډلمشر هینرک کلاسن بیا د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو پرمټ پوره پنځوس منډې ترسره کړې.

د پاکستان له لورې په توپ اچونه کې محمد نواز او حسن علي دوه ـ دوه او شاهین اپریدي او حارث رؤف بیا یوه ـ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

پاکستانۍ لوبډلې د ۱۸۹ منډو په تعقیب ډېره په زړه پورې لوبه ترسره کړه او یاد هدف یې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو د وروستي اور په پنځم ترلاسه او سویلي افریقا ته یې په لومړۍ لوبه کې ماتي ورکړه.

د پاکستان له لوري محمد رضون په ۵۰ توپونو ۷۴ ناسوځیدلې، فهیم اشرف په ۱۴ توپونو ۳۰ او فخر زمان بیا په ۱۹ توپونو ۲۷ منډې جوړې کړې. د سویلي له لورې په توپ اچونه کې بیوران هیندریکس درې، تبریز شمس دوه او لیزاد ویلیمس یوه ویکټه ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

عرفان پټان او محمد شامي

سچن ټنډولکر، محمد شامي او نورو هندي لوبغاړو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه

د سعودي عربستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې پرون …